دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 274734
موږ باید د اقتصادي او اقلیمي ستونزو په حل کې له اسلامي امارت سره نږدې همکاري وکړو
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي نوي مرستیال دانیل اندریس له مولوي عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې وویل چې موږ باید د اقتصادي او اقلیمي ستونزو د حل په برخه کې له اسلامي امارت سره نږدې همغږي، همکاري او اړیکې ولرو، ځکه افغانستان د سیمې له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون او وچکالۍ له امله سخت زیانمن شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي نوي مرستیال دانیل اندریس د رئیس الوزرا له اداري مرستیال سره وکتل او ویې ویل چې افغانستان د اقلیم د بدلون له امله سخت ځپل شوی دی.
 
ارګ نن یکشنبه (اسد ۲۲) وویل چې په دې کتنه کې ښاغلي اندریس وویل چې افغانستان د ملګرو ملتونو بشري مرستو او همکارۍ ته اړتیا لري.
 
هغه زیاته کړه، افغانانو ته د بشري مرستو د تنظیم، اقتصادي او د اقلیمي ستونزو د حل په برخو کې له اسلامي امارت سره نږدې همغږي، همکارۍ او اړیکو ته اړتیا ده، ځکه افغانستان د سیمې له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون او وچکالي له پلوه سخت ځپل شوي دي.
 
هغه په ​​افغانستان کې وروستیو سېلابونو ته په اشارې سره وویل چې د طبیعي پېښو رامنځته کېدل د اقلیم له شرایطو سره تړاو لري او هیله لرم چې په دې برخه کې له یو بل سره نږدې همکاري وکړو.
 
اندریس وویل چې تر اوسه د مرستو په برخه کې کارونه ښه پرمخ تللي دي.
 
حنفي دغه راز وويل، موږ د ملګرو ملتونو او نورو بنسټونو له خوا د روغتيا، پوهنې او ورته نورو برخو کې د مرستو هرکلى کوو، ځکه افغانستان د خپلو پرمختيايي او بشري ستونزو د حل لپاره زياتو مرستو ته اړتيا لري.
 
هغه وویل، موږ غواړو چې افغانستان د نړۍ له ټولو هېوادونو سره خوندي، مثبتې او سوله ییزې اړیکې ولري، هیچا ته به اجازه ورنه کړو چې د افغانستان خاوره د ګاونډیانو په ګډون د نړۍ د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
 
د OCHA یا د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ د دفتر مرستیال محمد خاطر وویل چې زموږ دفتر د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له وچکالۍ ځپلو خلکو سره د مرستې لپاره نوي پلانونه لري.
 
https://avapress.com/vdcc10qi02bqmm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته