دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۹
د مطلب کود : 274950
د رئیس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر:

په نږدې راتلونکي کې به اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت وپیژندل شي

په نږدې راتلونکي کې به اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت وپیژندل شي
د رئیس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت وپیژندل شي، ځکه د حکومت په توګه د رسمیت پیږندلو ټول شرایط یې پوره شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له طلوع نیوز سره په مرکه کې هیله مندي ښودلې چې اسلامي امارت به په نږدې راتلونکي کې د نړۍ له لوري په رسمیت وپیژندل شي، ځکه چې د رسمیت پیږندلو ټول شرایط یې د یوه حکومت په توګه پوره کړي دي.
 
نوموړي زیاته کړه، چې نړۍ له موږ سره په مثبته لاره روانه ده، انشاالله هغه وخت به لرې نه وي، چې نړۍ افغانستان وپېژني او له افغانستان سره ښې اړیکې جوړې کړي.
 
د اسلامي امارت دغه لوړ پوړي چارواکي په هیواد کې د اساسي قانون او احکامو د جوړولو په برخه کې د لوړ کار د جریان په اړه ډاډ ورکړ او ویې ویل چې په دې برخه کې د سترې محکمې د رئیس په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی دی.
 
د رئیس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال دا هم وویل چې د پخواني حکومت پنځه سوه زره کارکوونکي په سرپرست حکومت کې کار کوي، د جمهوري ریاست او د امارت د کارکوونکو ترمنځ هیڅ توپیر نشته.
 
مولوي عبدالکبیر ټینګار کړی، چې یوازې مجاهدین نه، بلکې د تېر حکومت ۵۰۰ زره غړي له موږ سره کار کوي او دا ثابتوي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ دوه کاله تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ هېواد په افغانستان کې شته حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
 
https://avapress.com/vdccp0qix2bqmo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته