دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۵
د مطلب کود : 274962
په نابلس او د حضرت یوسف (ع) په مقبره د صهیونیسټانو په حمله کښې ۵۸ فلسطینیان ژوبل شول
د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د نابلس ښار په ختیځ کښې د صهیونیسټ رژیم د حملې په نتیجه کښې ۵۸ فلسطینیان ژوبل شوي.
افغان غږ خبری آژانس: صهیونیسټی پوځیانو نن سهار د نابلس په ختیځ کښې د بالاتا په سیمه حمله وکړه.
 
اسراييلي پوځ د بلاتې په سيمه کې هم د فلسطينيانو دوه کورونه په بمونو والوزول.
 
له بلې خوا فلسطیني جنګیالیو چې د نابلس د کنډک نابلس په شمول د اسلامي جهاد غورځنګ له پوځي څانګې «سرایا القدس» سره تړاو لري، د صهیونیسټي رژیم له پوځیانو سره سختې نښتې وکړې.
 
نابلس کنډک په یوه بیان کې ویلی: د دغه کنډک جنګیالیو وتوانیدل چې د بالاتا په سیمه کې اشغالګر عسکر په سختو ډزو سره په نښه کړی او په لاره کې یې څو بمونه هم وچاودید.
 
د حضرت یوسف (ع) په مقبره د صهیونیسټانو برید:
په يو بل خبر کې ويل شوي دي چې د چهار شنبې په ورځ د حضرت يوسف (ع) په مقبرې باندې يرغل وکړ.
 
صهیونیسټانو او پوځیانو وروسته له هغه فلسطینیانو سره نښتې وکړې چې د هغوی د حملې په اعتراض کښې یې لږ تر لږه ۳۲ تنه فلسطینیان ژوبل کړل.
 
په نیواکګرو سیمو په تیره بیا په لویدیځه غاړه کښې په دې ورځو کښې حالات ډیر د اندیښني وړ دی او فلسطینیان د صهیونیسټانو بې شمیره جنایتونو ته په هرډول ځواب ورکوی .
 
تر اوسه پورې صهیونیسټان یوازې د نیواک شویو سیمو په جنوب او د غزې په سیمه کښې له فلسطینیانو سره ښکیل وو خو اوس د فلسطین په ختیځ کښې لویدیځه څنډه د خپلو ځوانانو د وسله والو ځواکونو له امله د بزدله صهیونیسټانو په پټنځای بدله شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcfvjd00w6de1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته