دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۴۹
د مطلب کود : 275102
د پکتیکا زلزله ځپلو ته د سرې میاشتې له خوا جوړ شوي ۶۵ کورونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
د افغاني سرې میاشتې ادارې یو کال وړاندې په پکتیکا ولایت کې د زلزله ځپلو لپاره د ۶۵ هستوګنې کورونو د بشپړولو او تحویلولو اعلان وکړ او ویې ویل: دغه د استوګنې کورونه په نویو بسترونو، غالۍ، لوښو، د لمریزې برېښنا په سیستم، خوراکي توکو او یو شمېر نورو وسایلو سمبال دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه د استوګنې کورونه د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ په تاشکی او شیرو راغی سیمو کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي او په نویو بسترونو، غالۍ، لوښو، د لمریزې بریښنا سیسټم، خوراکي توکو او یو شمیر نورو توکو سمبال دي.
 
د افغان سرې مياشتې ادارې مشر مولوي مطيع الحق خالص د دغو کورونو د پرانيستلو او ګټې اخيستنې ته د سپارلو په مراسمو کې وويل، چې دغه کورونه هغو زلزله ځپلو کورنيو ته وسپارل شول، چې د تېر کال د سختې زلزلې له امله يې کورونه ويجاړ شوي وو.
 
ښاغلي خالقي زیاته کړه: د پکتیکا او خوست د زلزلې غم له سیمه ییزې کچې لوړ و او د افغانستان او نړۍ خلک یې غمجن کړي، دا درد د ټول ملت ګډ درد دی.
 
هغه د تېر کال د اګست په لومړۍ نېټه دغې سيمې ته خپل لومړي سفر ته په اشارې سره وويل: موږ له زلزلې وروسته سيمې ته راغلو او ژمنه مو وکړه چې د زلزلې ځپلو کورنيو ته به کورونه جوړوو او د تلپاتې مرستو لړۍ به جاري ساتو.
 
  تر اوسه افغان سرې میاشتې په ګیان ولسوالۍ کې د زلزلې له امله زیانمنو شویو ۵۸۳ کورنیو ته د هر کور په بدل کې څه باندې ۲۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته کړې، خو د ۲۵۸ کورونو د جوړولو چارې یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
 
په همدې حال کې د ترکيې د سرې مياشتې استازي ايوب اُزدا په دې کتنه کې وويل: موږ د پکتيکا د هغو خلکو درد چې د تېر کال په زلزله کې ځپل شوي وو، احساس کړ، نو سيمې ته راغلو او له زلزله ځپلو سره مو مرسته وکړه.
 
هغه ډاډ ورکړ چې ترکیه به د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د لغمان ولایت د رسنیو دفتر په یوه راپور کې د دغه ولایت زیانمنو خلکو ته د ۳۲۵ هستوګنې کورونو د جوړولو خبر ورکړی و.
 
د يادونې ده، چې له يادو ٦٥ کورونو څخه ٤٦ کورونه په تشنکۍ سيمه کې او پاتې ١٩ کورونه د شيرو راګي په سيمه کې جوړ شوي دي.
 
https://avapress.com/vdccxpqii2bqms8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته