دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۰
د مطلب کود : 275457
په فاریاب کې د اسلامي امارت د زرو تنو غړو لپاره د شپې ښوونځی جوړ شو
په فاریاب کې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې ریاست مسؤلین وايي چې د اسلامي امارت د هغو ۱۲۰۰ تنو غړو لپاره یې د شپې ښوونځی جوړ کړی چې پخوا په جګړه کې د ګډون له امله له زده کړو بې برخې شوي وو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغو چارواکو په وینا، دغه ښوونځی د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار ته څیرمه د اسلامی امارت د مشر ملا هبت الله په امر جوړ او پرانیستل شو.
 
په فاریاب کې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې رئیس حفیظ الله معتصم بالله په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې وویل چې په دغه ښوونځي کې د اسلامي امارت یو زره او ۲۰۸ تنه غړي په یوولسم ټولګي کې شامل دي او د فراغت سندونه ترلاسه کوي.
 
د هغه په ​​وينا، د اسلامي امارت دغه غړي له ډېرو کلونو راهيسې د جګړې په خندق کې د پاتې کېدو له امله له زده کړو بې برخې وو او له همدې امله دغه ښوونځى جوړ شو.
 
په فاریاب کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ښوونځي کې نوي ګمارل شوي کسان به د مازدیګر له ۵ بجو څخه تر ۹:۳۰ بجو پورې په زده کړو بوخت وي او له هغې وروسته به بیرته خپلو دندو ته ستنیږي.
 
تر دې وړاندې په هرات، پروان، کاپیسا، بدخشان او نور ولایتونو کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی و، چې په ښوونځيو کې د شاملیدو لپاره یې له خپلو ځواکونو څخه د تثبیت ازموینه اخیستې ده.
 
https://avapress.com/vdcfttd0ew6deja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته