دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 275618
په بغلان کې ديوې ترافيکي پيښې له امله شپږ تنه ووژل شول
د بغلان امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په بنو ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله شپږ تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
افغان غږ خبری آژانس: د بغلان د پولیسو ویاند شیر احمد برهانی افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې دغه پیښه نن سهار ۲ بجې د یوه سراچه ډوله موټر د چپه کیدو له امله رامنځ ته شوه چې له کابل څخه د کندز پر لور روان و.
 
د هغه په ​​وينا، په دې پېښه کې د دوو مېرمنو او يوه ماشوم په ګډون شپږ تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
 
د چارواکو په وینا دغه موټر له سړک څخه سمندر ته اوښتی او د پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.
 
په ورته وخت کې د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په لغماني سیمه کې د دوو موټرونو د ټکر په پایله کې شپږ تنه ټپیان شوي دي.
 
د سیمه ییزو چارواکو په وینا، دغه موټر له پروان ولایت څخه د کابل پر لور روان و او د دغې پېښې ټول قربانیان چې ښځې او ماشومان هم په کې وو، د یوې کورنۍ غړي وو.
 
ددغې پيښې ټپيان دپروان ولايت ملکي روغتون ته ليږدول شوي دي .
 
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ، ډېر سرعت، د سړک د خرابوالي او د موټر چلوونکو د اصولو نه مراعتولو له امله ترافيکي پېښې زياتې شوې دي.
 
نن سهار د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
 
https://avapress.com/vdcezn8wvjh8fpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته