دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۲
د مطلب کود : 276338
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت مشر د تورخم دروازې د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت مشر سردار احمد شکېب د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي آصف علي دراني سره په لیدنه کې د تورخم دروازې د بیا پرانېستلو غوښتنه وکړه او د تورخم دروازې د تړلو اعلان یې د دواړو هېوادونو په زیان وباله.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: سفارت په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د دغه سفارت مشر سردار احمد شکیب پرون له ښاغلي دراني سره په لیدنه کې ویلي چې د تورخم دروازې تړل د دواړو هېوادونو لپاره زیان لري.
 
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت مشر زیاته کړه چې د تورخم دروازه دې ژر تر ژره د سوداګرو او ناروغانو پر مخ پرانیستل شي.
 
د دغه سفارت چارواکي د آصف علي دراني له خولې لیکلي، چې نوموړي د تورخم دروازې د بیا پرانستلو په اړه د پاکستان له اړوندو څانګو سره خبرې کړې او هیله یې څرګنده کړې، چې دا ستونزه به ژر تر ژره هواره شي.
 
د تورخم دروازه د تېرې چهارشنبې په ورځ د افغان پوله ساتو او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ له نښتې وروسته تړل شوې وه.
 
ځايي سرچينې وايي، په دې جګړه کې څلور افغان ماشومان، دوه د اسلامي امارت سرتيري او دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۱۶ افغان او څلور پاکستاني اتباع ټپيان شوي دي.
 
ځايي سرچينې وايي، د لارې له تړل کېدو وروسته د پولې دواړو غاړو ته سلګونه مسافر او سوداګريز توکي لېږدول بند پاتې دي.
 
تورخم د هېواد په کچه له ګڼې ګوڼې ډکه لاره ده، چې وخت په وخت له پاکستان سره د سیاسي اختلافاتو او پوځي جګړو له امله تړل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcexp8wvjh8fxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته