دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 277960
په غزې د صهیونیسټي رژیم د تیریو د شهیدانو شمیر ۴۶۵ تنو ته لوړ شو
د فلسطین سرې میاشتې اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د تیریو په نتیجه کښې تراوسه ۴۶۵ کسان شهیدان شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د سرې میاشتې ادارې مشر اعلان وکړ چې په غزې د صهیونیسټی رژیم د تیریو له امله د شهیدانو شمیر ۴۶۵ تنو ته رسیدلی دی.
 
د الجزیرې د راپور له مخې هغه وویل: په دغو ۴۶۵ کسانو کې ۷۸ ماشومان او ۴۶ ښځې دي.
 
د فلسطین د سرې میاشتې د امبولانس ادارې مشر هم په لویدیځه غاړه کښې د فلسطینی شهیدانو شمیر ۱۴ تنه اعلان کړ او ویې ویل د لویدیځې غاړې په مختلفو سیمو باندې د صهیونیسټ رژیم د حملو له امله ۱۵۰ تنه ژوبل شوی هم دی.
 
له دې مخکې په غزې تړانګې کښې دفلسطین دعامې روغتیا وزارت اعلان کړی وو چې په غزې تړانګې دصهیونیسټ رژیم په حملو کښې ۳۱۳ کسان شهیدان شوی او څه دپاسه ۱۹۹۰ کسان ژوبل شوی دی .
 
د غزې د عامی روغتیا وزارت هم د صهیونیسټ رژیم لخوا د طبی او امدادی کارکونکو په نښه کول په کلکه وغندل او ویې ویل په دغو حملو کښې درې مرستندویه کارکونکی شهیدان او درې نور ژوبل شوی دی .
 
په دغه بیانیه کښې ویل شوی دی چې د قدس د نیواکګر رژیم جنګی الوتکو پرون او نن د «الدونیسی» روغتون او د«ناصر الطبی» کلینک او همداراز پنځه امبولانسونه په نښه کړل.
 
https://avapress.com/vdcg3u9xzak9uy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته