دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۱
د مطلب کود : 278223
په اشغال شویو سیمو کې د وژل شویو صهیونیسټانو شمیر ۱۳۰۰ تنو ته لوړ شو
خبري سرچینو نن د پنجشنبې په ورځ (۲۰ میزان) خبر ورکړ چې د تیرو څو ورځو په نښتو کې د وژل شویو صهیونیسټانو شمیر ۱۳۰۰ تنو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د صهیونیسټ رژیم دولتي راډیو «کان» اعلان کړی چې په وروستیو نښتو کې شاوخوا ۳۳۰۰ صهیونیسټان ټپیان شوي دي.
 
د راپورونو له مخې، د ٢٨ ټپيانو روغتيايي حالت ډېر نازک او د ٣٥٠ تنو روغتيايي حالت نازک دى.
 
دغه راز د صهیونیسټانو د تلفاتو شمیر هم ۱۳۰۰ تنو ته رسیدلی چې له جملې څخه یې تر ۲۲۰ ډیر پوځیان دي.
 
https://avapress.com/vdcj8oe8tuqea8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته