دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۰
د مطلب کود : 278819
د خلکو له ملاتړ پرته حکومت دوام نه کوي
د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د کابل له امنیتي چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، چې حکومت د ولس له ملاتړ پرته دوام نه دکوي، له همدې امله باید د اسلامي امارت مسوولین په ظاهر او باطن یو رنګ وي او د خلکو سره د دوی د حکومتدارۍ لپاره ښې اړیکې ولري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د کابل ښار له امنیتي چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، چې حکومت د خلکو له ملاتړ پرته دوام نه کوي، نو په همدې خاطر د امنیتي چارواکو په خبره اسلامي امارت باید په داخل او خارج کې یو رنګ وي او له خلکو سره باید ښه چلند وکړي، تر څو خپل حکومت دوام وکړي.
 
ښاغلي حقاني دا هم وویل: "که موږ په ریښتیا خدای ته تسلیم شو، خلک به د حکومت تابع وي، که موږ باطن فاسد او په ظاهرکې اووسو، خدای به موږ ذلیل کړي او ناکامه به شو.
 
په ورته وخت کې په دې غونډه کې د کابل والي محمد قاسم خالد هم خبرې وکړې او ویې ویل: د اشغال په وړاندې د جهاد او د اسلامي امارت د ځواکونو هلي ځلي د جهاد اول پړاو وو، او اوس موږ د جهاد په دوهم پړاو کې یو، چې هغه د اسلامي پوځ ثبات او ځواک دی.
 
په ورته وخت کې د کابل د استخباراتو رئیس محمد عارف وايي، د اسلامي امارت د مشر فرمانونه باید د شرعي نظام د ټینګښت او د خلکو د رضایت لپاره عملي شي.
 
په دې اړه د کابل د استخباراتو رئیس وویل: هر حکم چې د مشرانو له خوا راځي، حتی د امیرالمومنین فرمانونه، باید په خورا مینه او درناوي یې ولولو، ومنو او عملي یې کړو.
 
خو د کورنیو چارو وزارت مرستیال وايي، د هېواد اتباع د اسلامي امارت د چارواکو له خوا د ښه چلند مستحق دي او باید بې احترامي يي ونه شي.
 
د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمر وايي: "ځینې مراجعین په ځینو ځایونو کې شکایت کوي، چې کله والي یا قومندان ته مي مراجعه وکړه، زما په وړاندي بي بروا وه، یا یې پښه په میز کېښوده او یا یې زما خبرې له پامه غورځولې، وروڼو! تاسو باید دې ټکو ته پام وکړئ، ډیر پوه شئ.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د پلازمېنې د اوسېدونکو په ګډون د يو شمېر نورو ولايتونو اوسېدونکو هم د ځينو امنيتي ځواکونو له ناسم چلند او د دولتي بنسټونو له خوا عامه خدمتونو ته د پلازمېنې د اوسېدونکو له نه لاسرسي شکايت کړى و.
 
https://avapress.com/vdca6anuo49n0a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته