دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 279044
د هرات له زلزله ځپلو سره د چین مرستې دوام لري
په افغانستان کې د چین سفارت سفیر ژاو شینګ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي سره په کتنه کې د هرات له زلزله ځپلو کورنیو سره د پنځوس زره ډالرو مرستې په ترڅ کې وویل: خپلو مرستو ته به دوام ورکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په خپل اکس پاڼه کې لیکلي چې شیر محمد عباس ستانکزی په افغانستان کې د چین سفارت له سفیر ژاو شینګ سره وکتل.
 
په دې کتنه کې د چین سفیر یو ځل بیا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ته په هرات کې د وروستۍ زلزلې له امله خپله خواخوږي څرګنده کړه.
 
په دې کتنه کې د چین سفیر د هرات له زیانمنو شویو خلکو سره د خپل هېواد د تېرو مرستو په لړ کې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.
 
هغه د هرات له زلزله ځپلو سره د چين د حکومت د خواخوږۍ او مرستې له امله مننه وکړه او له چين سره يې د افغانستان اړيکې رغنده او مثبتې وبللې.
 
د دغې غونډې په پای کې د چین سفیر د خپل سفارت په نوښت د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه پنځوس زره امریکايي ډالره د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل.
 
د يادونې وړ ده، چې چين تر دې وړاندې هم د هرات د وروستۍ زلزلې ځپلو کورنيو ته د ويش په موخه خپلې بشري مرستې د اسلامي امارت چارواکو ته سپارلې وې.
 
https://avapress.com/vdcba9b5arhbzgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته