دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 280018
موږ له پاکستان څخه د ۴۰ زره راستنیدونکو لپاره کار برابروو
د افغانستان د صنعتکارانو د اتحادیې چارواکي وايي، دوی چمتو دي چې له پاکستانه څلویښت زره جبري راستانه شویو ته د کار او کار زمینه برابره کړي.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: له دغه هېواد څخه د شاوخوا ۱،۷ میلیونه ناقانونه افغان کډوالو د ویستلو په اړه د پاکستان د پرېکړې له پلی کېدو سره؛ د افغانستان د صنعتکارانو اتحادیه ټینګار کوي چې راستانه شوي کډوال په کار ګوماري.
 
د افغانستان د صنعتکارانو د اتحاديې مشر عبدالجبار صافي د سه شنبې په ورځ (د عقرب په ۱۸ مه) د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل چې دغه اتحاديه شاوخوا څلويښت زره راستنېدونکو ته د کار زمينه برابرولی شي.
 
صافي زياته کړه، چې اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا څلور زره د توليد فابريکې فعاليت لري او دغه فابريکې د راستنېدونکو د کار لپاره ژمنې دي.
 
صافي همداراز د اسلامي امارت له سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې د راستنیدونکو مهاجرینو له ظرفیت څخه په بېلابېلو برخو کې کار واخلي.
 
د صنعتکارانو د اتحادیې مرستیال نجیب الله صدیقي هم وايي چې دغه اتحادیه اوس د دې وړتیا لري چې راستانه شوي کډوال په صنعتي پارکونو کې په کارخانو کې په کار وګماري.
 
صدیقي زیاته کړه، دوی له حکومت سره په تخنیکي، مالي او ظرفیتونو کې د دې ننګونې د مخنیوي لپاره ولاړ دي.
 
نوموړي له اسلامي امارت څخه هم وغوښتل چې افغان مهاجرینو ته د سرپناه زمینه برابره کړي.
 
صدیقي همداراز له پاکستانه وغوښتل چې له مهاجرینو سره انساني چلند وکړي.
 
په ورته وخت کې له پاکستانه راستانه شوي کډوال وايي چې دوی ته باید د سرپناه او کار زمینه برابره شي.
 
له پاکستان څخه يو تن راستون شوى جاوېد د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل چې د پاکستاني ځواکونو د وروستيو تاوتريخوالو له امله هېواد ته راستون شوى دى.
 
هغه زياته کړه، که څه هم هېواد ته په راستنېدو خوښ دى؛ خو د سرپناه او کاري فرصتونو نشتوالي هغه او کورنۍ یې اندېښمن کړي دي.
 
يو بل راستانه شوي کډوال احمد ولي وويل، چې افغانستان ته په راستنېدو سره د هوساینې احساس کوي. خو هغه له حکومته هم غواړي چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي.
 
د احمدولي د څرګندونو پر بنسټ؛ نوموړی پنځه کاله وړاندې د امنیت او کار د نشتوالي له امله له افغانستانه وتلو ته اړ شوی و او اوس که د امنیت ترڅنګ د کار پیدا کولو په برخه کې هم کوټلي ګامونه پورته شي، د افغانانو لویه برخه به راستانه شي.
 
باید وویل شي، چې د شمېرو له مخې له پاکستان څخه څه باندې ۲۳۰ زره کسان هېواد ته راستانه شوي او دا لړۍ دوام لري.
 
پاکستان غواړي ۱.۷ میلیونه افغان کډوال په زوره وباسي.
https://avapress.com/vdcez78wvjh8v7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته