دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۴
د مطلب کود : 280575
د یورو مدیترانې د بشری حقوقو د سازمان لخوا د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو د احصایې خپرول
د یورو مدیترانې د بشری حقوقو موسسې په تیرو ۴۳ ورځو کښې په غزه کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو وروستۍ احصائیه خپره کړه .
افغان غږ خبری آژانس: د یورو مدیترانې د بشری حقوقو موسسې اعلان کړی چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۴۳ ورځو کښې په غزې تړانګې د تیریو له پیل راهسې ۱۵۲۷۱ فلسطینیان شهیدان کړی دی چې ۶۴۰۳ یې (۱۵ فیصده) ماشومان دی. او ۳۵۶۱ تنه ښځې هم دي.
 
د ایرنا د خبر له مخې دغه سازمان اعلان وکړ چې په دې وروستیو کښې د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو له امله د ژوبل شویو فلسطینیانو شمیر له ۳۲ زره او ۳۱۰ څخه زیات شوی دی.
 
د بشری حقوقو دغه سازمان تاکید وکړ: همداشان د ډاکټرانو، نرسانو او د فلسطین د مرستو د کارکونکو په شمول د ۲۰۰ طبی کارکوونکو نومونه د غزې په تړانګه کښې د شهیدانو په لست کښې دی او د هغوی ۲۱۳ همکاران زخمیان شوی دی، او دغه راز شل تنه زخمیان دی. د ژغورونکو او مرستندویه ځواکونو څخه دا فلسطین دی چې شهید شوی دی.
 
د یورو مدیترانې د بشری حقوقو سازمان وایی په تیرو ۴۳ ورځو کښې د صهیونیسټ رژیم له خوا ۴۹ خبریالان شهیدان شوی دی او په غزې تړانګه کښې انټرنیټ په بشپړه توګه قطع شوی دی . د دغه رپوټ له مخې په غزې تړانګه کښې د بې کوره شويو فلسطينيانو شمېر ۱ ميليون ۶۵۰ تنو ته رسېدلی دی.
 
دغه سازمان همداراز اعلان وکړ: د صهیونیسټی رژیم د بمباریو په نتیجه کښې د فلسطینیانو ۵۵۲۰۰ هستوګنې په بشپړه توګه ویجاړې شوې او ۱۶۰۷۰۰ نور واحدونه جزوی زیانمن شوی دی. دغه راز په غزې تړانګې کې ۱۱۷ طبي مرکزونه، ۲۲۳ ښوونځي، ۸۲۱ صنعتي تاسیسات، ۱۱۷ رسنیز مرکزونه، ۷۵ جوماتونه او ۳ کلیساګانې هم د صهیونیسټي رژیم د بمباریو په ترڅ کې ویجاړې شوې دي.
 
په غزه کښې دفلسطین دحکومت اطلاعاتو دفتر مخکې له دې اعلان کړی وو چې دصهیونیسټ رژیم له خوا داکتوبر له اوومې نیټې راهسې دحماس له خوا په الاقصی ښار دحماس دحملو په غبرګون کښې دغزې دجنګ د شهیدانو شمیر پینځه دیرش تنو ته رسیدلی دی . د غزې په تړانګه کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۲ زرو ډېر شوی دی.
https://avapress.com/vdccmxqip2bq4p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته