دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 280640
د تورخم او سپین بولدک له پولو څه باندې ۷۵۰۰ کډوال هېواد ته راستانه شول
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند وايي، په دې وروستیو کې له تورخم او سپین بولدک څخه څه باندې ۷۵۰۰ کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقانی وایی: د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدی قوماندانۍ د راپور له مخې، ۷۶۶ کورنۍ چې ۴ زره ۲۱۲ کسان په کې شامل دی.
 
دحقاني دڅرګندونو له مخې: يادې کورنۍ دسپين بولدک په سرحدي اداره کې له ثبتولو وروسته دملګروملتو دسازمان دکډوالو دکميسيون ، دډنمارک دمهاجرت شورا ، د خوړو نړيوال سازمان او دمهاجرت نړيوال سازمان دفترونو ته ور وپيژندل شوې .
 
د باختر آژانس دخبرله مخې: دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت وياند هم وويل: دننګرهار ولايت دتورخم دسرحدونو رياست دمعلوماتو له مخې له دغې پولې څخه د٢٧٣١ تنو په ګډون ٥٣٤ کورنۍ په جبري ډول هېواد ته راستنې شوې دي .
 
د هغه په ​​وينا، دغه راستانه شوي کسان په مسوولو کمېټو کې له نوم ليکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د مهاجرت د نړيوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول.
 
د يادونې وړ ده، چې پاکستان څو اونۍ وړاندې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ايستلو پرېکړه کړې وه.
https://avapress.com/vdcfjxd0xw6dcva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته