دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۰۷
د مطلب کود : 282149
یوه ایراني شرکت په افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون جوړوي
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د ایران د سورنا سپهر پارس نندارتون له مشر سره وکتل. په دې کتنه کې د دغه شرکت مشر وويل چې په نږدې راتلونکي کې به په افغانستان کې يو کرنيز نندارتون جوړ کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن چهارشنبه (د قوس ۲۲ مه) په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر عطاء الله عمري د خپل کار په دفتر کې له مسعود آزادبخت سره د ايران د سورنا سپهر نندارتون له مشر سره ليدنه وکړه او د دغه شرکت مشر وويل، چې په نږدې راتلونکي کې به په افغانستان کې يو کرنيز نندارتون جوړ کړي.

په دې کتنه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري ایراني سوداګرو ته د لازمو همکاریو ډاډ ورکړ او اړوندو مسوولینو ته یې د اسانتیاوو د برابرولو په خاطر لازمې ډالۍ هم ورکړې.

په همدې حال کې د ایران د سورنا سپهر پارس شرکت رئیس مسعود آزادبخت د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه او د کرنې په سکتور کې یې د پانګونې د پلان په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د کرنې وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه. 
 
د یادولو وړ ده چې د ایران د سورینا سپهر پارس نندارتون شرکت په ایران کې د کورنیو او بهرنیو نندارتونونو د ترسره کولو په برخه کې فعالیت کوي.
https://avapress.com/vdcba5b59rhbw8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته