دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 282783
پاکستان تر دې دمه ۴۴۶ زره افغانان خپل هېواد ته استولي دي
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د ناقانونه افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ روانه ده او تر دې دمه ۴۴۶۹۷ کسان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستان د دولتي رسنیو د راپور له مخې، یوازې پرون (شنبه، د جدی ۲مه) ۱۱۵۹ کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغې رسنۍ لیکلي: "خپل وطن ته د افغانانو په ګډون د ناقانونه کډوالو راتګ په باعزته او خوندي توګه دوام لري."

په اکتوبر کې، پاکستان د ۱.۷ میلیون افغان اتباعو په ګډون غیرقانوني مهاجرینو ته د هیواد پریښودو یا د اخراج سره مخ کیدو نیټه ټاکلې وه.

له پاکستان څخه د کډوالو راستنېدل او شړل په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې خراب کړی دی.

تر دې مخکې د مهاجرینو د چارو د کمیسیون مشر عبدالسلام حنفي ویلي وو چې له ګاونډیو هیوادونو څخه د مهاجرینو د جبري ایستلو د بهیر له پیل راهیسې تر اوسه له ۷۰۰ زرو څخه ډیر مهاجرین افغانستان ته راستانه شوي دي.

څه موده وړاندې د اسلامي امارت مسؤلینو په دولتي رسنیز مرکز کې د مهاجرینو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل، چې پاکستان د اسلامي، بشري، ګاونډیتوب او نړیوالو معیارونو خلاف په زور افغان مهاجرین شړلي او په زوره یې یرغمل کړي دي. او د مهاجرینو مالونه یې لوټ کړل.

دوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د کډوالو د جبري شړلو په برخه کې بې تفاوته پاتې نه شي او په دې برخه کې مسوولانه او رغنده رول ولوبوي. د دغو چارواکو په وینا په تېرو دوو کلونو کې ۲،۸ میلیونه کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
https://avapress.com/vdcfc0d0mw6dcea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته