دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 282838
د کانونو وزارت د "نفرایت" پنځه کانونه د داوطلبۍ له لارې شرکتونو ته وسپارل
د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست وايي، دغه وزارت په کونړ ولايت کې پنځه د نفرایت کانونه د داوطلبۍ له لارې بېلابېلو کورنيو شرکتونو ته سپارلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د دغو کانونو د داوطلبۍ د مدیریت په بهیر کې وویل چې د آزاد رقابت پر بنسټ په دغه  شرکتونه ګټونکي پېژندل شوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست زیاته کړه: د قاچاق مخه نیول شوې ده او موږ په دې برخه کې پوره هڅه کوو او وبه ګورو چې د دغو کانونو له استخراج څخه به څومره عواید ترلاسه شي.

ویل کیږي، چې په دې داوطلبۍ کې د کوز چن چن لومړی او دوهم کانونه، د چن چن ناوې لومړی او دویم کانونه او همدارنګه د کلاویل کانونه چې ټول د کنړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې موقعیت لري، ګټونکي ته ورکړل شوي دي.

خو په کونړ ولايت کې د ناپېژاندو کانونو يو شمېر ګټونکي وايي، چې د کانونو د کار په پيل سره به خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، د یوه شرکت مدیر نور زاهد مومند وویل: "موږ هڅه کوو چې دلته یو شمېر افغانانو ته د کار زمینه برابره کړو، ځکه یو شمېر افغانان له بېکارۍ سره مخ دي."

د يوه بل شرکت مسوول محمد هارون مومند وويل: "د ټولو پلاويو په مخ کې دا پروسه په شفاف ډول پرمخ ځي، وروسته له هغه چې زموږ کار د کانونو او پټروليم وزارت له خوا روښانه شو، موږ چمتو يو چې ډېر ژر خپل کار پيل کړو. "

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد د عوایدو یوه مهمه برخه د هېواد د کانونو د استخراج او پلور له لارې برابرېږي او تېر کال دغه وزارت توانېدلی چې د هېواد له کانونو څخه لس میلیارده او ۵۰۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.
https://avapress.com/vdcgwx9x7ak9774.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته