دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 283713
ملګري ملتونه: د اسراییلو له بمباریو وروسته غزه د اوسېدو وړ نه ده
په بشري چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس په خپله وروستۍ بیانیه کښې وویل چې غزه د صهیونیسټي رژیم له پرله پسې بمباریو وروسته په یوه ناامنه سیمه بدله شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د بشری چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی مرستیال مارتین ګریفیتس د جمعې په ورځ وویل چې غزه د اسرائیلو له پرله پسې بمباریو وروسته په یوه «نا امنه» سیمه بدله شوې ده.

هغه د اسرائیلو له وحشیانه برید څخه درې میاشتې وروسته پر غزه د «مرګ او مایوسۍ» ځای ګرځېدلی دی، وویل: «غزه یوازې د اوسېدو وړ نه ده. د دې ولس هره ورځ خپل وجود ته د ګواښونو شاهدان دي، په داسې حال کې چې نړۍ دا حالت څاري.

د یادولو وړ ده چې په تیرو دریو میاشتو کښې په غزې د صهیونیسټ رژیم د حملو په نتیجه کښې څه دپاسه ۲۲ زره کسان شهیدان شوی دی .
https://avapress.com/vdcjvte8tuqeoaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته