دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 283860
په غزې تړانګه کې څلور نور صهیونیسټي پوځیان ووژل شول
د حماس د پوځي څانګې القسام بریګیډ اعلان وکړ چې د دغه غورځنګ سنګرونه د غزې په مرکز کښې د البریج په ختیځ کښې د څلور صهیونیسټانو په وژلو بریالي شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د حماس نظامي څانګې القسام بریګیډ هم اعلان کړی، چې په خان یونس کې یې د یاسین ۱۰۵ RPG راکټ په وسیله د اسرائیلي مرکاوا ټانګ په نښه کړی او دغه ټانک یې سوځولی دی.

د اسرائيلو د رژيم رسنيو د دغه رژيم د فوځ په حواله د غزې په تړانګه کښې د پنځو نورو صهيونېسټ فوځيانو د وژل کېدو خبر ورکړے دے چې پکښې څلور نور فوځيان هم پرون ووژل شول.

عبراني رسنۍ دا هم وايي، چې په غزه کې د پوځ له خوا د وژل شويو سرتېرو له ډلې شپږ تنه د موټر بم په چاودنه کې وژل شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د الاقصی طوفان د عملیاتو د پیل راهیسې په غزه کښې د صهیونیسټ رژیم په سلګونو پوځیان وژل شوی دی .
https://avapress.com/vdcce1qix2bq448.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته