دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۸
د مطلب کود : 284343
د رئیس الوزرا دفتر په سياسي كمیټه كښې د نن ورځې په مسايلو او د كډوالو په ننګونو خبرې وشوې
د رئیس الوزرا له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت د سیاسي کمیسیون په غونډه کې د هېواد پر روان وضعیت، د ملګرو ملتونو د وروستۍ پرېکړې او د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وشوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا له خوا د جدی په ٢٦مه، په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې په دې اړه هم پرېکړې وشوې.
 
ویل شوي، چې دغه غونډه تېره شپه د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ جوړه شوې وه.
 
د خبرپاڼې په حواله، په دې کتنه کې د اسلامي امارت د داخلي تګلارې د طرحې او په هغې کې د کار د پرمختګ په اړه هم خبرې وشوې.
https://avapress.com/vdcjxxe8tuqeotz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته