دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۵
د مطلب کود : 284400
په خوست ولایت کې د امنیتي ځواکونو له خوا د "نن" راډیو تړل یوه اوازه ده
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ له لوري د "نن" راډیو د تړلو په اړه د ځینو رسنیو خپاره شوي خبرونه حقیقت نه لري او افواه ده.
افغان غږ خبری آژانس - خوست: ښاغلي ځدراڼ په ایکس ټب کې لیکلي: "دا سمه نه ده چې په فیسبوک کې د نن راډیو او د خوست د امنیه قوماندانۍ ترمنځ د شخړې په اړه څه ډول اوازې خپریږي."

د ښاغلي ځدراڼ په وینا؛ د يادې راډيو د خاوند اسلم قانوني او د هغه کور د خاوند عزيزالله تر منځ په دې وروستيو کې حقوقي شخړه رامنځته شوې، چې د خوست امنيه قومانداني اړ شول، چې د دې راډيو وسايل لرې کړي. 

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه، چې د خوست امنیه قومانداني د محکمې د پرېکړې د عملي کولو په موخه د ولایت مقام تر لارښوونې لاندې قانوني اقدامات ترسره کړي دي.

هغه ویلي دي چې امنیتي ځواکونه د «نن» راډیو په فعالیت یا کموالي کې لاس نه لري او دا راډیو هر چیرې چې وغواړي خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
https://avapress.com/vdcdzo0xzyt0jo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته