دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۷
د مطلب کود : 284449
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۲۴۴۴۸ تنو ته ورسید
د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې (۱۵مې نیټې) راهیسې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو د شهیدانو شمېر ۲۴ زره ۴۴۸ تنو ته رسېدلی او په دې موده کې د ټپیانو شمېر هم ۶۱ زره ۵۰۴ تنو ته رسېدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت نن اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د فلسطین د ولس په خلاف ۱۶ سرغړونې او قتل عام کړی دی چې له امله یې په غزه کښې ۱۶۳ کسان وژل شوی او ۳۵۰ نور ژوبل شوی دی. .
 
په عین حال کښې د اکتوبر له اوومې نیټې راهيسې په لویدیځه غاړه او په اشغال شوی بیت المقدس کښې د صهیونیسټی پوځیانو او میشتو فلسطینیانو د تیریو د شهیدانو شمیر ۳۶۰ تنو ته رسیدلی دی او د روان کال له پیله تراوسه په لویدیځه غاړه کښې ۴۱ فلسطینیان شهیدان شوی دی. 
 
یو شمېر رسنیو خبر ورکړی، چې د نابلس په ختیځ کې، چې په لویدیځه غاړه کې پروت دی، د بالتا په کمپ باندې د صهیونیسټی بې پیلوټه الوتکې په برید کې د شهیدانو شمېر ۵ تنو ته رسېدلی دی.
 
تر دې مخکې فلسطیني سرچینو خبر ورکړی و، چې د بالتا په کمپ کې د اسرائیلي بې پیلوټه الوتکې په برید کې د دوو وروڼو په ګډون درې فلسطینیان وژل شوي دي.
https://avapress.com/vdcgtt9xyak97t4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته