دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 284523
په افغانستان کې دوامداره وچکالي؛ په کرنیزو محصولاتو کې ۱۵.۷ سلنه کموالی
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) په یوه راپور کې چې سرلیک یې دی "دوه کلن بیاکتنه؛ د افغانستان په اقتصاد، کورنیو او متقابلو سکټورونو کې بدلونونه" وايي، په افغانستان کې د پرله پسې وچکالۍ له امله په تېرو دوو کلونو کې کرنیز محصولات ۱۵،۷ سلنه کم شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) په یوه راپور کې ویلي چې په سلو کې ۶۹ افغانان د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي منابعو ته لاسرسی نه لري.
 
په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې ویلي، چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې د افغانستان اقتصاد ۲۷ سلنه کم شوی او له لسو افغانانو څخه اووه یې اساسي خدمتونو ته له لاسرسي بې برخې دي.
 
د دغه راپور له مخې، د کرونا ویروس د خپرېدو د اغېزو په پام کې نیولو سره په تېرو درېیو کلونو کې د بنسټونو له خوا د خدمتونو وړاندې کول ۳۷،۶ سلنه کم شوي دي.
 
راپور وايي، «دا ښيي چې ۶۹ سلنه افغانان د ژوند له پلوه ناامنه دي، په دې معنی چې دوی د ژوندانه د بنسټیز ژوند لپاره کافي سرچینې نه لري.»
 
په راپور کې راغلي چې افغان مېرمنې او نجونې د نورو په پرتله د اقتصادي کړکېچ ځپلې دي.
 
راپور وايي: "د ښځو لخوا پرمخ وړل شوي ډیری سوداګرۍ د مایکرو پورونو او مرستو کمیدو له امله اغیزمن شوي. دې کار د سوداګرۍ لپاره تمویل ته لاسرسی ستونزمن کړی او بیکارۍ یې زیاته کړې ده."
 
د دغه راپور د موندنو له مخې په افغانستان کې په تېرو دوو کلونو کې د غیر خوراکي کورنیو تولیداتو کچه ۱۹،۳ سلنه کمه شوې ده.
 
دغه بنسټ په افغانستان کې پرله پسې وچکالۍ ته په اشارې سره دا هم ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې د وچکالۍ له امله کرنیز محصولات ۱۵،۷ سلنه کم شوي دي.
 
راپور زیاتوي چې د بهرنیو پانګو د وتلو او د نړیوالو بندیزونو د لګولو له امله په تېرو درېیو کلونو کې په هېواد کې د صنعت سکتور ۲۲،۴ سلنه کم شوی دی.
 
په دغه راپور کې دا هم راغلي چې په افغانستان کې په بېلابېلو سکټورونو کې د نارینه و د کار کچه ۱۱ سلنه لوړه شوې ده.
 
دې ادارې له اسلامي امارت څخه غوښتي دي چې د بانکي ننګونو د کمولو، د اقتصادي سکتور په مهمو بنسټونو کې د تخصصي بشري منابعو د راګرځولو، د پانګونې او سوداګریزو فعالیتونو د اسانتیا په برخه کې لازم اقدامات وکړي.
https://avapress.com/vdcj8xe8tuqeoiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته