دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 284722
په غزه کې د شهیدانو او ټپیانو شمیر ۹۰ زرو تنو ته ورسید
د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکټوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو د شهیدانو شمېر ۲۵۲۹۵ تنو ته رسېدلی او په دې موده کې د ټپیانو شمېر هم ۶۳۰۰۰ ته رسېدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: دغه وزارت زیاته کړې، چې د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې د صهیونیسټ رژیم د تیریو د قربانیانو شمیر ۲۵۲۹۵ تنه شهیدان او ۶۳ زره ټپیان شوی دی.

په همدې حال کې په غزه کې د فلسطین د اوقافو وزارت اعلان کړی چې نیواکګرو ځواکونو د اکتوبر له اوومې نیټې راهسې په غزې تړانګه کښې څه دپاسه زر جوماتونه شهید او یوه کلیسا ړنګه کړې ده.

صهیونیسټ رژیم په خپلو بمباریو کښې په غزې کښې د ارتودوکس کلیسا او په هغه پورې اړوند یو شمیر دفترونه تباه کړی دی .

د غزې د روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د اسراییلو ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې ۱۵ ډله ایزې وژنې کړي چې په پایله کې یې ۱۷۸ تنه فلسطینیان شهیدان شوي او ۲۹۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
https://avapress.com/vdcauynuu49na01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته