دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۱
د مطلب کود : 284804
د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت ملګري ملتونه:

په افغانستان کې ډېر ماشومان په وږي نس ښوونځي ته ځي

په افغانستان کې ډېر ماشومان په وږي نس ښوونځي ته ځي
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د چهارشنبې په ورځ (دلو ۴) د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې په افغانستان کې ډېر ماشومان په وږې نس ښوونځي ته ځي.
افغان غږ خبری آژانس: دغه سازمان په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې دوی هر سهار ۷۰۰ زره نارینه او ښځینه زده کوونکو ته "بسکټ" وېشي.

د ګلوبل پروګرام له مخې د ښوونځيو ماشومانو ته د بسکټو وېش کورنۍ هڅوي چې خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي.

په ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د نجونو د زده کړې د ملاتړ لپاره یو کمپاین پیل کړی دی.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ وویل چې په دې ورځ افغان نجونې خپلې کیسې شریکوي او د دوی د زړه درد او هیله څرګندوي، ځکه چې د زده کړې لپاره د دوی اساسي بشري حق تر پښو لاندې کیږي.

د بخښنې نړیوال سازمان د نجونو د زده کړې د ملاتړ لپاره یو آنلاین غوښتنلیک پیل کړی او په ټوله نړۍ کې یې د پوهنې له ملاتړو او لیدونکو څخه غوښتي چې د دې غوښتنلیک په لاسلیک کولو سره د نجونو د تعلیم د ملاتړ کمپاین پراخ کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا وویل، چې په افغانستان کې مساوي زده کړه نه یوازې د بشر اساسي حق دی، بلکې د هغې په وینا دا د هېواد د راتلونکي بنسټ دی.

مېرمن اوتونبایوا د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې له زده کړو د افغان نجونو دوامداره محرومیت به نه یوازې ټول افغانان اغېزمن کړي، بلکې افغانستان به په نړیواله کچه منزوي کړي.

اغلې اوتونبایوا زیاته کړه چې د یوه پرمختللي افغانستان لپاره مساوي زده کړه اړینه ده.

د مېرمن اوتونبایوا په وینا، د نجونو زده کړه نه یوازې د لویدیځو هېوادونو هیله ده، بلکې د اسلامي هېوادونو غوښتنه هم ده.

هغه له اسلامي امارت وغوښتل چې زده کړه نه یوازې د یوه اخلاقي مکلفیت په توګه، بلکې د سولې او سوکالۍ لپاره د حیاتي اهمیت په توګه وپيژني.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت د واک تر لاسه کولو وروسته لومړی د ښوونځيو دروازې تر شپږم ټولګي پورې د نجونو پر مخ وتړلې او بیا یې د نجونو زده کړې وځنډولې او ښځې یې په غیر دولتي ادارو کې له کار کولو منعې کړې.

په څه دپاسه دوو کلونو کې د اسلامي امارت دغو کړنو سخت نړیوال غبرګونونه او نیوکې راپارولي دي، خو اسلامي امارت د دغو غبرګونونو په غبرګون کې کوم اقدام نه دی کړی./آریانا نیوز
https://avapress.com/vdcbgab5arhbwwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته