دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۰
د مطلب کود : 285763
ذبیح الله مجاهد: د دوحې ناستې په اړه تر اوسه د اسلامي امارت دریځ نه دی ټاکل شوی
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته د دوحې د ناستې د ترسره کیدو او په دغه ناسته کې د سرپرست حکومت د پلاوي د شتون په اړه ویلي، چې د دوحې په ناسته کې د ګډون په اړه د اسلامي امارت دریځ نه دی بشپړ شوی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: «ذبیح الله مجاهد» د دوحې په غونډه کې د افغانستان د سرپرست حکومت د پلاوي د شتون په اړه رسنیو ته وویل: د دوحې په غونډه کې د اسلامي امارت دریځ لا نه دی بشپړ شوی او موږ به په دې اړه خبرې وکړو کله چې دا روښانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو همغږي کوونکي فریدون سینیرلیوغلو، د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلاسین او د افغانستان لپاره د یوناما مشرې روزا اتونبایوا د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره په بېلابېلو غونډو کې د سولې په اړه پوښتنې کړې وې. 

د اسلامي امارت ویاند د دوحې ناسته د افغانستان په تړاو مهمه وبلله، خو ویې ویل، چې دوی د دې ناستې د اجنډا غوښتنه کړې او د بهرنیو چارو وزارت او د صدراعظم د دفتر سیاسي کمیسیون به په دې غونډه کې د ګډون په اړه پریکړه وکړي. 

مجاهد یو ځل بیا د یوناما په حضور کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل غیر ضروري وبلل او ویې ویل چې په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې ده.

یو شمېر سیاسي کارپوهان د دوحې غونډه یو فرصت ګڼي؛ تر څو اسلامي امارت په خپل ګډون سره د افغانستان په اړه د هیوادونو اندیښنو ته مستقیم ځواب ووایي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم د دوحې غونډه د افغانستان او سیمې لپاره مهمه او اغېزناکه بولي، چې د ده استازی به په کې په رسمي توګه ګډون وکړي.

د راپورونو له مخې ټاکل شوې د افغانستان لپاره د دوحې غونډه د روان کال د وږي په ۲۹ او ۳۰ به د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په حضور کې جوړه شي، خو داسې ښکاري چې د غونډې د ګډونوالو نوملړ او اجنډا یې لا نهايي شوې نه ده.
https://avapress.com/vdcg3n9xwak97u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته