افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین غنی نن سه شنبه د حوت ۱۵ مه اعلان کړی چې سراج الدین حقانی په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتری ژیرنوف سره وکتل.
په دې کتنه کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر دوام، د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د لا زیاتو امنیتي همکاریو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
دواړو لورو د افغانستان او سیمې پر حالاتو هم خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې د تېره پنجشنبه دیمیتري ژیرنوف له مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي و چې له نړیوالې ټولنې د روسیې غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې د یو اړخیزو او ناسمو بندیزونو د لیرې کولو په اړه دې په غیر مشروطه توګه کار وکړي.