دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 287047
۲۰۲۳ کال د پناه غوښتونکو لپاره تر ټولو خونړی کال دی
د مهاجرت نړیوال سازمان د یوه راپور په خپرولو سره اعلان کړی، چې په تېر کال کې ۸۵۶۵ کډوالو خوندي هېوادونو ته د تګ پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د چهارشنبې په ورځ (مارچ ۶) د مهاجرت نړیوال سازمان یو راپور خپور کړ چې ۲۰۲۳ کال یې په وروستۍ لسیزه کې د کډوالو لپاره تر ټولو خونړی کال بللی دی.
 
په دغه راپور کې ویل شوي، چې تېر کال د کډوالو د مړینې کچه د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
 
له بلې خوا دغه سازمان ویلي دي چې سږ کال ۵۱۲ مهاجرو د مهاجرت په لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
 
د مهاجرت نړیوال سازمان یادونه کړې چې هیوادونه باید سمدستي اقدام وکړي ترڅو د ډیرو پناه غوښتونکو د مړینې مخه ونیسي.
 
په راپور کې لیکل شوي: "خوندي او منظم مهاجرت لارې محدودې دي او هر کال سلګونه زره کسان له خطرناکو لارو د مهاجرت هڅه کوي."
 
د مهاجرت سازمان زیاته کړې ده چې د مدیترانې په سمندرګي کې لږ تر لږه درې زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
 
په عین حال کې، د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پولې ساتنې ادارې فرونټیکس اجرایوي رییس په دې وروستیو کې وویل چې دا به "ډیر ستونزمن" وي چې اروپا ته د مهاجرت مخه ونیول شي.
 
د شمېرو له مخې د روان کال په جنورۍ کې له لوېديځې افريقا څخه اروپايي ټولنې ته د غير قانوني مهاجرت کچه ​​لس برابره زياته شوې ده.
https://avapress.com/vdcdo50x5yt0jz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته