دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۶
د مطلب کود : 287235
په یمن کې د القاعدې د مشر مړینه تایید شوې ده
خبري سرچینو د القاعدې ترهګرې ډلې د یو مهم مشر مړینه تائید کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: رويټرز خبري آژانس ليکلي، چې په يمن کې د "خالد باطرفي" په نوم د القاعدې د يوه مهم او جګپوړي مشر مړینه تاييد شوي دي.
 
د القاعدې اړوند سرچینو ویلي دي چې د باطرفي له مړینې وروسته به د «سعد بن عاطف العولقي» په نوم یو کس د القاعدې نوی مشر وي.
 
په هغه ویډیو کې چې د القاعدې له خوا خپره شوې، د باطرفي بدن د القاعدې نوم او نښان سره په بیرغ پوښل شوی دی.
 
د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې په یمن کې د قاسم الریمي له وژل کېدو وروسته خالد باطرفي په یمن کې د القاعدې د مشر په توګه معرفي شو.
 
باطرفي هم په هغو بندیانو کې و چې له زندانه تښتېدلی او په ۲۰۱۵ کال کې د مکلا پر بندري ښار د دغې ډلې له برید وروسته په یمن کې د القاعده له ۱۵۰ نورو غړو سره یوځای تښتیدلې وو.
 
په یمن کې د القاعدې د پخواني مشر د مړینې لامل نه دی په ډاګه شوی، خو داسې ښکاري چې هغه د طبیعي لاملونو له امله مړ شوی، که څه هم د هغه د مړینې څرنګوالی لا هم څرګند نه دی.
 
په یمن کې د القاعدې د نوي مشر په توګه، د تیر کال په فبرورۍ کې، العولقي د یمن په ابین او شبوه ولایتونو کې د سني قومونو څخه وغوښتل چې د متحده عربي اماراتو له پوځ سره مقابله وکړي.
 
له دې مخکې د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسی دفتر غړی«عبدالوهاب المحبشی» هم ویلی وو، د القاعدې ترهګره ډله په یمن کښې د امریکې د استخباراتو له ډلې څخه ده. امریکا د یمن په جنوبي ولایتونو کې د خپلو پوځي اډو د جوړولو د په خاطر په یمن کې القاعده او داعش ځای پر ځاي کړي دي.
https://avapress.com/vdcc1mqip2bq4i8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته