افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه ریاست پرون دو شنبه د حوت ۲۱ مه یوه خبرپاڼه کې لیکلې: د احصایې او اطلاعاتو ادارې د روان کال د دلوې میاشتې په وروستیو کې د هېواد د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحلیل کړی دی. د روان کال په ترڅ کې د هېواد د صادراتو ټولیز ارزښت په دې میاشت کې ۱۳۴.۱ میلیون ډالرو او د وارداتو ټولیز ارزښت ۷۹۳.۵ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال په همدي مياشت کې د هېواد د صادراتو ټوليز ارزښت ١٧٦،٧ ميليون ډالرو ته رسېده؛ د شمېرو شننه ښيي چې د تیر کال د صادراتو کچه ٤٢،٦ ميليونه ډالره زياته وه.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په ١٤٠١ کال کې د دلوې په مياشت کې د هېواد د وارداتو ټوليز ارزښت ٦٩٤،٦ امريکايي ډالرو ته رسېدلى و چې په روان کال کې ٩٨،٩ ميليونه ډالره زيات شوى دى.
د احصایې ریاست همدا راز زیاته کړه، چې د شمېرو له مخې سږ کال او تېر کال د دلوې په میاشت کې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي وو.
همدارنګه په ۱۴۰۱ کال کې د عقرب په میاشت کې تر ټولو زیات واردات له پاکستان، ایران او چین څخه او د روان کال د ثور په میاشت کې د ایران، چین او پاکستان له هېوادونو څخه وو.
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، د هېواد په صادراتو کې صادرات او بيا صادرات شامل دي او په وارداتو کې د محصولاتو او غير محصولاتو واردات شامل دي.