دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 287266
"شهباز شریف" د پاکستان د کابینې د نویو غړو نوملړ د دغه هېواد ولسمشر ته استولی دی
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د خپلې نوې کابینې د ۱۹ غړو نومونه د دغه هېواد ولسمشر آصف علي زرداري ته استولي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د ولسمشر دفتر ته د استول شوي رسمي مکتوب یوه کاپي هم رسنیو ته رسېدلې ده.

په دغه لېست کې د مسلم ليګ ګوند د ځينو مهمو څېرو نومونه ليدل کېدای شي، لکه: پخوانی دفاع وزیر خواجه آصف، د مالیې پخوانی وزیر اسحاق ډار، د پلان پخوانی وزیر احسن اقبال او د قانون پخوانی وزیر اعظم نذیر. په دغو څېرو کې ځینو د شهباز شریف په پخوانۍ کابینه کې هم کار کړی و.

په دې نوملړ کې د عالم خان، خالد مقبول صدیقي، فاطمه خواجه، سید محسن رضا نقوي، کمال خان او یو شمېر نورو نومونه لیدل کېږي.

د تمې برعکس د آصف علي زرداري زوی بلاول بوټو زرداري چې څه موده یې د شهباز شریف په پخواني ایتلافي حکومت کې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه کار کړی، په اوسنۍ کابینه کې ځای نه لري.
https://avapress.com/vdcg3u9x3ak97x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته