افغان غږ خبری آژانس: د تورخم کمیسار حکمت الله اعلان کړی، چې دغه لار د پاکستان له لوري د هیواد د داخلي ستونزو له امله نن (یکشنبه، حمل ۵) د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د هغه په وينا، د دې لارې د خلاصولو هڅې روانې دي.
د پاکستان د خبري سرچینو د خبر له مخې تیره ورځ د پاکستان د سرحدي چارواکو او د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې تر منځ د داخلي شخړې له امله چې د دواړو ادارو ۱۳ تنه کارکونکي پکې ټپیان شوي وو، پاکستاني لوري د تورخم دروازه وتړله.