دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 287808
موږ ژمن یو چې د سوداګرو، پانګوالو او اصنافو لپاره اړین خدمات وړاندې کړو
د رئیس الوزرا اداري مرستیال د صرافانو د اتحادیې له غړو سره په کتنه کې وویل، اسلامي امارت ژمن دی چې د سوداګرو، پانګوالو او اصنافو لپاره لازم خدمات وړاندې کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ارګ په یوه خبرپاڼه کې لیکلی: په دې کتنه کې د صرافانو اتحادیې مشر او غړو د ټولو هېوادوالو په تېره بیا د صرافانو او پانګوالو د ژوند او مالی خوندیتوب په اړه خوښی څرګنده کړه.
 
دوی وویل: د هېواد د پیسو بدلون کوونکي د یوې ټولنې په توګه د سوداګرۍ، پانګونې او د پیسو د لېږد په برخو کې اغېزناک رول لوبوي او د هېوادوالو لپاره اسانتیاوې برابروي.
 
د صرافانو اتحادیې غړو په داسې حال کې چې د اسلامي امارت له لوري په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د لازمو اسانتیاوو له برابرولو خوښي وښوده، د مالیاتو د ورکړې د اسانه کولو ترڅنګ په ځینو برخو کې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه هم وکړه. 
 
د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم وویل: د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې ټولو سوداګرو، پانګوالو او مخورو ته لازم خدمات وړاندې کړي او په دې برخه کې به له هیڅ راز هڅو څخه دریغ ونه کړي.
 
هغه زیاته کړه: اسلامي امارت په خپل ټول توان سره هڅه کوي چې ټولو پانګوالو ته په بیلابیلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي او له هغوی یې وغوښتل چې د هیواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره په بیلابیلو برخو کې پانګونه وکړي.
https://avapress.com/vdciuyarvt1avv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته