دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 287929
ملګري ملتونه چمتو دي چې په افغانستان کې د اوبو د مدیریت پروژې پلي کړي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) مشر د انرژۍ او اوبو وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د دغه سازمان په مرکز او ولایتونو کې د اوبو د مدیریت د پروژو د تطبیق لپاره د ګډې همکارۍ لپاره چمتووالی څرګند کړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د خوراک او کرنې له رئیس ریچارډ ټریچارډ سره وکتل. 

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست د اقلیم د بدلون د زیانونو د کمولو په برخه کې د دغه وزارت او نړیوالو موسسو ترمنځ پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان مشر د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د اوبو د مدیریت د پروژو د تطبیق لپاره د دغه سازمان د ګډې همکارۍ لپاره چمتووالی وښود.

باید وویل شي، چې افغانستان د تېرو څو کلونو وچکالۍ او د هېواد د اوبو د ناسم مدیریت له امله د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ دی.
https://avapress.com/vdccimqio2bq4o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته