افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د ناروې سفیر پاول کلومن بیکین د رئیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او خپل ځواک یې له لاسه ورکړی دی.
ښاغلي بیکن د فساد د له منځه وړلو، امنیت په تامین، د نشه یي توکو په له منځه وړلو او نورو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې او زیاته یې کړه چې هیواد یې د اسلامي امارت د مخالفینو ملاتړ نه کوي.
له بلې خوا مولوي عبدالکبیر په دې غونډه کې وویل چې اسلامي امارت د خپلو ملي ګټو او متوازنې پالیسۍ په رڼا کې له ټولو قوتونو سره مثبت تعامل غواړي.
د لومړي وزير سياسي مرستيال زياته کړه، چې اوسمهال زرګونه افغان مېرمنې په دولتي او خصوصي ادارو کې په دندو بوختې دي او د ژوند له هر اړخه د خلکو غږونه اورېدل کېږي.