افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت او دوو بنسټونو ترمنځ د څه باندې دوه میلیونه او ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت د همکاریو تړونونه لاسلیک شوي دي.
د يادو هوکړه ليکونو له مخې، دغه پيسې به د پروان، کاپيسا، پنجشېر، لوګر، ميدان وردګ، پکتيا، پکتيکا، خوست، غزني او ننګرهار ولايتونو په مرکز او ولايتونو کې له څه باندې ١٦ زره اړمنو کورنيو سره د بشري مرستو په برخه کې ولګول شي.