افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بدخشان ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس مولوي محمد اکرم اکبري د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو سره د نغدي مرستو د وېش په اړه وویل: د "مشن ایست" موسسې په همغږۍ په ارغنج خواه ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله پر ۴۰۱ زیانمنو او اړمنو کورنیو څه باندې ۱۴ میلیونه افغانۍ نغدي وویشل شوې.
هغه زیاته کړه، چې دغه وېش په درېیو پړاوونو کې ترسره شوی، چې د هرې کورنۍ ونډه له ۳۵ زره افغانیو څخه زیاته ده او موخه مو د طبیعي پېښو له زیانمنو، معلولینو او یتیمانو سره مرسته ده.
مولوي اکبري څرګنده کړه چې په بدخشان ولايت کې د طبيعي پيښو له زيانمنو سره د مرستې بهير به دوام ومومي ځکه چې موږ د ښو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن يو.
د يادونې وړ ده، چې بدخشان د هېواد په شمال ختيځ کې پروت او يو غرنى ولايت دى، چې له امله يې د طبيعي پېښو احتمال ډېر دى.