دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۰ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود : 32940
د نړۍ تر ټولو وروسته پاتې هیواد په خورا پرمختللو وسایلو د خپلو اتباعو مشخصات ثبتوي
په دې کې هغه کسان چې د پوځي عملیاتو پرمهال د جګړې په ډګر کې نیول شوي او یا یې په امریکايي موسسو کې د کار غوښتنه کړې، شامل دي.
تاند- له تېرې سپټمبر میاشتې راهیسې د کابل هوايي ډګر د نړۍ یوازینی هوايي ډګر و، چې بهرنیان هلته له رارسېدو او یا وتلو سره سم باید د خپلو ګوتو نښان ولګوي او عکسونه یي واخیستل شي.

په نړۍ کې څوهېوادونه شته، چې د ټولو نه بلکې د ځانګړو بهرنیانو د ګوتو نښان او عسکونه پکې اخیستل کېږي خو د افغانستان حکومت غواړي هم د بهرنیانو او هم د خپلو اتباعو بایومېټریک معلومات یا د ګوتو نښان، د سترګو د کسو تصویر او عکسونه ثبت کړي.

له دې پلان سره د امریکا پوځ چې لا دمخه یې د نژدې دوه میلیونه افغانانو مشخصات ثبت کړي مرسته کوي.

په دې کې هغه کسان چې د پوځي عملیاتو پرمهال د جګړې په ډګر کې نیول شوي او یا یې په امریکايي موسسو کې د کار غوښتنه کړې، شامل دي.

په افغانستان کې لوېدیځو ځواکونو له څو کلونو راهیسي د ګوتو د نښو د اخیستو یا بایومټریک پروګرام پیل کړی او تراوسه پوري د لکونو افغانانو د ګوتو نښې او عکسونه اخیستي او په کمپیوټرونه کې خوندي کړي دي.
خو نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یکشنبې په ګڼه کې لیکلي چې د لوېدیځو ځواکونو پر دې پروګرام نیوکې شوي او د یوه لویديځ ډيپلومات له خولې یې کښلي چې دا پروګرام په هغو لویدیځو هېوادو کې چې په افغانستان کې سرتېري لري، غیرقانوني دی.

د سپټمبر له میاشتې څخه افغانستان د نړۍ لومړنی هیواد دی چې د درستو کسانو چې دې هیواد ته سفر کوي یا له دې هیواده بېرته ځي، بایومټرک یا د ګوتو نښې او عکسونه یې لږترلږه د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې اخیستل کېږي.

امریکا ته هم د ټولو سفر کوونکو بایومټرک اخیستل کېږي خو له متحدو ایالتونو څخه له تلونکو نه اخیستل کېږي.

د بایومټریک مالوماتو پروګرام د افغانستان په اوو مهمو سرحدي بندرونو کې چې په پام کې ده مسوولیت یې د روانې میاشتې په پای کې افغان حکومت ته وسپارل شي هم عملي کېږي، خو د ورځپاڼې د راپور له مخې په دې سرحدي سیمو کې د خلکو د ګڼې ګوڼې له کبله یوازې په سرسري توګه د دوه سوه زره کسانو بایومټریک مالومات اخیستل شوي دي.

د امریکا پوځ غواړي له دې معلوماتو څخه د مشکوکو تروریستانو د تشخیص او د نړیوالو قواوو اډو او د افغان ځواکونو لیکو ته د هغو د نفوذ د مخنیوي په مقصد کار واخلي.
د کابل د هوايي ډګر د بایومټرک وسایل او له هغو څخه کاراخیستونکو ته روزنه د امریکا د سفارت له لوري ورکړل شوې او د نورو ملیتونو په شان امریکایان هم له دې پروګرامه استیثنا نه دي.
د کابل د هوايي ډګر امر محمدیعقوب رسولي نیویارک ټایمز ته ویلي، چې د کابل په هوايي ډګر کې راټول شوي

مالومات د امریکا د سفارت، د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت د عمومي ریاست کمپیوټرونو او دغه راز د امریکا د کورني امنیت او عدلیې وزارتونو ته د ثبت لپاره استول کېږي.

رسولي وايي، چې دوي خپل سیسټم په بریالیتوب سره پیل کړی خو دی دا هم مني چې مسافر له دې کاره ناراضه دي، ځکه د بایومټریک مالوماتو د بشپړولو لپاره د مسافرینو یو څه زیات وخت ضایع کېږي او کله ناکله له الوتنو پاتې کېږي.

د کابل هوايي ډګر د سرحدي پولیسو یو مقام محمدفواد وايي، د نابلده کسانو د مالوماتو د ثبتولو لپاره نوی سیسټم له لسو تر پنځلسو دقیقو پورې وخت غواړي خو هغوی چې له دې سیستم سره بلد دي یوازې درې قیقې اضافي وخت تېروي .

نیویارک ټایمز د عیني شاهدانو له قوله لیکي چې وايي، د بایو مېټریک مالوماتو د راټولولو پرمهال ځینې مسافر تښتي، د ځینو کسانو د ګوتو د نښان په اخیستو کې غلطي پېښېږي او داسې هم پېښ شوي چې د یوه کس د ګوتو نښان چپه اخیستل شوی و، یعنې د نوکانو خوا یې د ثبتوونکي ماشین پر پاڼه ایښې وه.

او کله چې د کابل د هوايي ډګر له امر څخه وپوښتل شول چې د نوي سیسټم د کار له پیل وروسته په تېرو دوه نیمو میاشتو کې څومره مشکوک کسان نیول شوي، ده وویل چې هیڅ.

د نیویارک ټایمز یو امریکایي خبریال چې پلار نیکه یې د ناروې دي نه د افغانستان د دې سیسټم د اغېزمنتیا د ازمېیلو لپاره په خپله خوښه حاضرېږي، چې خپل نوم د بایومېټریک مالوماتو پاڼې ته ورکړي خو د کمپیوټر پر پاڼه له لویې ږیرې سره د حاجي داروشاه محمد په نوم د یوه افغان تصویر او مشخصات راځي او پر پاڼه لیکل کېږي، دا سړی مه پرېږدئ او مه یې استخداموئ چې خطرناک دی.

د امریکا د پوځ د یوه مسوول مقام په وینا له ۲۰۰۷ څخه تراوسه پوري، چې په افغانستان کې امریکايي پوځیانو بایو مټرک پیل کړی درې زره مشکوک ترهګر یې په نښه کړي او هغو ته یې نومرې ټاکلي دي.

دوی دا هم وايي چې په ځلونو یې بم جوړوونکي د چاودلو بمونو پر ټوټو د هغو د ګوتو د نښو له مخې پېژندلي او نیولي دي.

د افغانستان حکومت غواړي چې د ټولو اتباعو لپاره کمپیوټري تذکرې جوړې کړي څو د ټولو بشپړ مشخصات ورسره راجستر وي او په اسانه د کمپیوټر د یوې تڼۍ په کېکاږلو سره ورته څرګند شي.

خو دا به د افغانستان په شان یوه هیواد کې، چې د نړۍ لسم ترټولو بېوزله، درېم تر ټولو په فساد ککړ او د ماشومانو د ژوند لپاره د ناوړو شرایطو له پلوه تر ټولو بد هیواد دی، ډېر لوی ګام وي ځکه چې له ډېرو پرمختللو هیوادونو پرته د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې دا کار نه دی شوی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfx1dm.w6d0jaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته