دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۱۱:۰۶
د مطلب کود : 33686
حامد کرزي او محمود احمدي نژاد د افغانستان – پاکستان او ایران د سرانو په درۍ اړخیزه ناسته موافقه وکړه
همداراز احمدي نژاد د افغانستان- پاکستان او ایران د سرانو ددرۍ اړخیزو ناستو پر موثریت باندې د ټینګار په ترڅ کې وړاندیز وکړ چې د دغو هېوادونو د سرانو درې اړخیزه ناسته دې ژر جوړه شي.
 د ایران د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمود احمدي نژاد تېره شپه د
افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي ته د یوې ټیلیفوني اړیکې په ترڅ کې د
عاشورا په ورځ په کابل ښار کې د تروریستي برید له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په خاطر خپله
غمشریکي او خواخوږي څرګنده کړه.

همداراز احمدي نژاد د افغانستان- پاکستان او ایران د سرانو ددرۍ اړخیزو ناستو پر موثریت
باندې د ټینګار په ترڅ کې وړاندیز وکړ چې د دغو هېوادونو د سرانو درې اړخیزه ناسته دې
ژر جوړه شي.

حامد کرزي د ډاکټرمحمود احمدي نژاد له غمشریکۍ څخه مننه وکړه، د افغانستان- پاکستان او
ایران د سرانو د درۍ اړخیزه ناستې وړاندیز یې ومانه او زیاته یې کړه چې له ګاونډیو
هېوادونو سره د دوستانه اړیکو پراختیا د افغانستان د خارجي سیاست په محور کې قرار لري
او افغانستان تیار دی چې په دې ناسته کې ګډون وکړي.

د جمهور رئیس د ویاند دفتر
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd990s.yt0sj6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته