ناټو ځواکونه وایي، چې د وسله والو د ځینو مهمو قومندانانو د نیولو لپاره یي نن سهار له افغان ځواکونو سره په ګډه په کندهار او خوست ولایتونو کې جلا جلا عملیات کړي.
ایساف ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې یو وسله وال وژلې او دوه نور یي نیولي دي.
د خبرپاڼې له مخې دغو ځواکونو د حقاني شبکې د یو قومندان د نیولو لپاره د خوست په باک ولسوالۍ کې هم عملیات کړي، چې په کې درې وسلوال نیول شوي.
په خبر کې ویل شوي، چې په دغو عملیاتو کې زیاته اندازه وسلې او مهمات هم د افغان او بهرنیو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)