دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۲۱:۳۵
د مطلب کود : 34004
د سولې عالي شورا د قومي مشرانو په مرسته طالبان سولې ته هڅوي
دا شورا په یوه اسلامي هیواد کې د طالبانود سیاسي د فتر د پرانستلو ملاتړ کوي څو دوی وکولای شي؛ چې د دې دفتر له لارې مستقیما له طالبانو سره د سولې خبرې پرمخ یوسي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا یوچارواکی وایي، دا شورا که څه هم له طالبانو سره مستقیم تماس نه لري خو هڅه کوي، چې د قومي مشرانو او مخورو له لارې، چې پرطالبانو نفوذ لري، له هغوی سره اړیکه ټینګه کړي او دې ته یې وهڅوي، چې د خبرو میزته حاضر شي.

د سولې د عالي شورا یوه غړي ارسلا رحماني له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې دا شورا په یوه اسلامي هیواد کې د طالبانود سیاسي د فتر د پرانستلو ملاتړ کوي څو دوی وکولای شي؛ چې د دې دفتر له لارې مستقیما له طالبانو سره د سولې خبرې پرمخ یوسي.

هغه وویل، طالبانو هم دا سې نښې ښکاره کړي، چې غواړي په یوه اسلامي هیواد کې د ځان لپاره سیاسي دفتر پرانیزي.

په عین حال کی د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر پرون یوځل بیا په دې ټینګار وکړ، چې هغه خبرې به هیڅکله هم نتیجه ورنه کړي، چې افغانان یې مشري ونه کړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci5uap.t1a5u26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته