دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۲۱:۳۹
د مطلب کود : 34005
امریکايي مقامات وايي له طالبانو سره خبرې حساس پړاو ته رسېدلي
له وسله والو طالبانو سره له لس میاشتې پټو خبرو وروسته جګپوړي امریکايي مقامات وايي چې د دوی خبرې حساس پړاو ته رسېدلي او ژر به ورته څرګنده شي چې په دې مذاکرو کې داسي انکشاف ممکن دی چې د افغانستان د لانجې د بشپړ حل د هدف لپاره د سولې اصلي خبرې پیل شي.
رویټرز خبري اژانس وايي داسي مالومات یې ترلاسه کړي چې د امریکا متحد ایالتونه د ګوانتنامو له بند څخه د افغانستان حکومت ته د ناڅرګند شمېر طالب بندیانو پر لېږلو غور کوي.

ویل شوي چې دا په خپل منځ کې د اعتبار د رامنځته کولو لپاره د افغان طالبانو یوه غوښتنه ده.

د دې په مقابل کې له طالبانو څخه غوښتل شوي چې له نړیوال تروریزمه ځان جلا کړي او د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې په خبرو کې علناً ګډون وکړي.

رویټرز خبري اژانس وايي چې دا مالومات څو تنو جګپوړو مقاماتو، چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، ورکړي دي.

دوی وویل چې د طالبانو استازو تراوسه پوري لږترلږه شپږ ځلي پټې خبرې کړي.دا خبرې د ملا عمر له استازو سره په جرمني او د قطر په پلازمېنه دوحې کې شوي دي.

د دې موضوع نور تفصیل وروسته د همدې خبر په دوام کې وړاندې کېږي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjiyet.uqexyz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته