دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۱۹:۲۷
د مطلب کود : 34649
د افغانستان لپاره د م.م نوی استازی پروان ولایت ته لاړ
د پروان اوسیدونکو له یان کوبیس څخه وغوښتل، چې د کابل پروان د لویې لارې په دوه طرفه کیدو کې دې مرسته وکړي دا د دې لپاره چې دامهال پرې ډیرې ترافیکي پیښې کیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي ″یان کوبیس″ نن د پروان ولایت له اوسیدونکو او چارواکو سره ژمنه وکړه، چې د دې ولایت ستونزې به هوارې کړي.

یان کوبیس نن پروان ولایت ته تللی و او هلته یې د خلکو ستونزې د هغوی له خولې واوریدې.

د پروان اوسیدونکو له یان کوبیس څخه وغوښتل، چې د کابل پروان د لویې لارې په دوه طرفه کیدو کې دې مرسته وکړي دا د دې لپاره چې دامهال پرې ډیرې ترافیکي پیښې کیږي.

یان کوبیس ژمنه وکړه، چې د دې پروژې د مالي سرچینو په موندلو کې به هڅه وکړي.
سرچينه : افغان غږآژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdn90s.yt0oo6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته