دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۲۰:۰۲
د مطلب کود : 44422
د افغانستان لپاره د م.م د عمومي منشی استازی یان کوبیش نن کندز ولایت ته تللی
یان کوبیش د کندز له والي او نورو چارواکو سره له خبرو وروسته یوه خبري کانفرانس ته خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې په دغه ولایت کې به بشري حقونو ته ډیره پاملرنه وکړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشی استازی یان کوبیش نن کندز ولایت ته تللی او هلته یې د ملګرو ملتونو د دفتر د بیا پرانستو په اړه له ولایتي چارواکو سره خبرې کړي.

په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال وایي، چې یان کوبیش د کندز له والي او نورو چارواکو سره له خبرو وروسته یوه خبري کانفرانس ته خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې په دغه ولایت کې به بشري حقونو ته ډیره پاملرنه وکړي.

شااوخوا څلور میاشتې وړاندې وروسته له هغې ملګرو ملتونو په کندوز ولایت کې خپل دفتر وتاړه چې لاریون کوونکو برید پرې وکړ.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdxo0o.yt0ox6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته