دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۱۸:۵۲
د مطلب کود : 35185
دکابینې غونډې د یو ایراني شرکت لخوا د هرات د سمینټو د فابریکې د جوړولو قرارداد تائیدکړ
ددغه قرارداد له مخې نوموړی شرکت د شاوخوا یوسلو پنځوس میلیونو ډالرو او یا د هغې معادل افغانیو په پانګې اچونې سره له پروپوزل او یا له شوي وړاندیز سره سم په کال کې یو میلیون ټنه سمینټ تفحص، اکتشاف او تولیدوي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ د وزیرانو شورا، د ایران هېواد د پیشګامان صنعت مجد شرکت لخوا د هرات د سمنټو د نوې فابریکې او د دغه ولایت د پهلونان د ډبرو سکرو دکان جوړولو قرار داد تائید کړ.

ددغه قرارداد له مخې نوموړی شرکت د شاوخوا یوسلو پنځوس میلیونو ډالرو او یا د هغې معادل افغانیو په پانګې اچونې سره له پروپوزل او یا له شوي وړاندیز سره سم په کال کې یو میلیون ټنه سمینټ تفحص، اکتشاف او تولیدوي.

همدا راز دغه شرکت موافقه کړې ده چې د دغې فابریکې په ټولو ساختماني او تولیدي برخوکې به افغانان په کار وګماري او د دې ترڅنګ به د دغې پروژې دکارکوونکو لپاره د اوسیدلو ځایونه، کلینک، ښوونځی، جومات، تفریحي پارکونه او له فابریکې
څخه تر عمومي سړک پورې ۱۱ کیلو متره سړک هم جوړوي.

د پیشګامان صنعت مجد شرکت مکلف دی چې حق الامتیاز او د ځمکې د سطحې او د فابریکې د تاسیساتو حق الاجاره او همدا راز مالیات د افغانستان د قانون له مخې ورکړي.

د یادونې وړ ده چې دکانونو وزارت په هېوادکې د نافذو قوانینو په رڼاکې د وزیرانو شورا د مصوبې او د موظف پلاوي له تائید وروسته د هرات د سمنټو فابریکه او د پهلونان د ډبرو سکرو دکان قرار داد د آزادې سیالۍ له لارې د ایران هېواد
د پیشګامان صنعت مجد شرکت ته وسپارلو.

سرچنیه: د جمهور رئیس د ویاند دفتر
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjivet.uqeioz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته