دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۱۴:۲۷
د مطلب کود : 35219
د هسپانیا د دفاع وزیر ناببره بادغیس ولایت ته ولاړ
دا له کله چې ښاغلي مورونيس د هسپانيا دفاع وزير ټاکل شوي، افغانستان ته د ده لومړنی سفر دی.
د هسپانیا دفاع وزیر پیدرو مورونیس پرون افغانستان ته په خپل لومړني سفر کې وویل چې له دې هیواده به د هسپانیايي پوځیانو د ایستلو پلان شپږ میاشتې نور وځنډوي.

پیدرو مورونیس ناببره بادغیس ته لاړ چې په دې ولایت کې له خپلو پوځیانو سره وویني.

دا له کله چې ښاغلي مورونیس د هسپانیا دفاع وزیر ټاکل شوی، افغانستان ته د ده لومړنی سفر دی.

له ده سره په دې سفر کې لوی درستیز اډمیرل فرناندو ګارشیا سانچیز هم ملګری و.

د هسپانیا مخکیني سوسیالیست حکومت روانه جنوري میاشت له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو د پیل نېټه ټاکلې وه خو دفاع وزیر پیدرو مورونیس وویل چې تر دوبي پوري به هیڅ هسپانوي سرتېری له افغانستانه ونه وځي.

ده وویل، د دې یو دلیل دا دی چې طالبان په پسرلي او دوبي کې تر بل هر وخت زیات فعاله وي.

د هسپانیا پاپولر ګوند به ښايي له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو لړۍ د ۲۰۱۲ کال په پای کې پیل کړي.

حاضردمه په افغانستان کې ټولټال ۱۵۰۰ هسپانیايي پوځیان دېره دي.دوی په هرات او بادغیس ولایتونو کې فعالیت کوي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchwinx.23nmzdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته