دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 35481
له پیښو سره دمبارزې ملي کمیټې دبدخشان په ولایت کې د واورې ښویدنې دپیښو له زیانمنو شویو کسانو سره داتو میلیونو افغانیو مرسته وکړه
د جمهوررئیس حامدکرزي د لارښوونې له مخې، له پیښو سره د مبارزې ملي کمیټې د بدخشان په ولایت کې د واورې ښویدنې د پیښو له زیانمنو شویو کسانو سره د اتو میلیونو افغانیو مرسته وکړه.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامدکرزي د لارښوونې له مخې، له پیښو سره د مبارزې ملي کمیټې د بدخشان په ولایت کې د واورې ښویدنې د پیښو له زیانمنو شویو کسانو سره د اتو میلیونو افغانیو مرسته وکړه.

د هېواد جمهوررئیس د بدخشان په ولایت کې د واورې ښویدنې له امله زموږ د یو شمېر هېوادوالو پر مرګ ژوبله په ژوره توګه خواشینی شوی او د دغه ولایت له والي سره د پرله پسې اړیکې په ترڅ کې یې هغه ته لارښوونه کړې ده چې د دغو پیښو زیانمنوشویو کسانو ته رسیدګي وکړي.

د بدخشان د والي ډاکتر شاه ولي الله ادیب په وینا د روان کال د جدي په ۲۶مه د بدخشان ولایت په څو ولسوالیوکې د واورې ښویدنې له امله زموږ۴۶ تنه هېوادوال چې په هغوکې ښځې او ماشومان هم شامل دي، وژول شو او ۶۰ تنه نور ټپیان شول.

ده، وویل چې په دغو پیښوکې ۸۰۰ څاروي له منځه تللي او د بدخشان د څو ولسوالیو ترمنځ غزیدلې لارې هم بندې شوې دي.

د بدخشان والي د هېواد د جمهوررئیس د لارښوونې له مخې د دغه ولایت ټولو هغو ولسوالیو ته چې د واورې ښویدنې له امله خلکو ته پکې زیان رسیدلی دی، سفر کړی او پر زیانمنو شویو کسان باندې یې د افغانستان د حکومت بیړنۍ مرستې ویشلې دي .

سرچینه: جمهور رئیس د ویاند دفتر
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciz5ap.t1awv26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته