دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 35529
د افغانستان او ایټالیا تر منځ د اوږد مهالو ستراتیژیکو اړیکو سند نن لاسلیک کیږي
دغه راز حامد کرزي زیاته کړه: زموږ لپاره د ډېرې خوښۍ ځای دی چې افغانستان د خپل دوست هېواد ایټالیا سره د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي پرون ماښام د ایټالیا د جمهور رئیس جیورجیو ناپولیتانو سره په کتنه کې د افغانستان په روانو حالاتو خبرې اترې وکړې.

په دې کتنه کې چې د ایټالیا د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې تر سره شوه، حامد کرزي د افغانستان د خلکو په استازیتوب له افغانستان سره د ایټالیا د هېواد له مرستو څخه مننه وکړه او د امنیت د تأمین په برخه کې یې ددغه هېواد د سرتېرو قربانۍ نه هېرېدونکې وبللې.

د هېواد جمهور رئیس د افغانستان د حالاتو په اړه د معلوماتو ورکولو په ترڅ کېهغو ریپوټونو ته چې ګواکي افغانستان به له ۲۰۱۴ کال وروسته له داخلي بحران سره مخ شي، په اشارې سره وویل: افغانستان یو پیاوړی او د نظام خاوند هېواد دی. زه پوره ډاډ لرم چې افغانستان به هېڅکله بیا شاته ونه ګرځي.

دغه راز حامد کرزي زیاته کړه: زموږ لپاره د ډېرې خوښۍ ځای دی چې افغانستان د خپل دوست هېواد ایټالیا سره د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کوي.

د ایټالیا جمهور رئیس ښاغلي جیورجیو ناپولیتانو وویل چې هېواد به یې له افغانستان سره د پخوا په څېر خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

ده زیاته کړه چې ایټالیا به په افغانستان کې له خپلو مرستو او قربانیو وروسته هېڅکله پرې نه ږدي تر څو دا هېواد یو ځل بیا له داخلي ستونزو سره مخامخ شي.

ټاکل شوې ده چې د هېواد جمهور رئیس به نن ماښام د ایټالیا له صدراعظم ښاغلي ماریو مونتي سره د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړي.

ددغه سند له مخې به له ۲۰۱۴ کال وروسته ایټالیا له افغانستان سره د اوږدمهالو ستراتیژیکو اړیکو په اډانه کې د سیاسي، امنیتي، اقتصادي، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او د قانون د تطبیق، فرهنګي او رسنیزو همکاریو او د ظرفیت
جوړولو په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
سرچينه : خبرگزاری صدای افغان(آوا)- کابل
https://avapress.com/vdcb9sbf.rhbs5p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته