دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۱۲:۳۴
د مطلب کود : 35536
د دولت ۸ تنه وسلوال مخالفین ووژل شول او یو تن یی د ملي پولیسو له لوري ژوندې نیول شوي دي
د ملي پولیسو ،ملی پوځ او ایتلافي ځواکونو د منسوبینو د ۷ ګډو چاڼیزو عملیات په لړ کې چې د کنړ، لغمان، کاپیسا، فاریاب، پکتیا او هرات ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره شول
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملی پوځ او ایتلافي ځواکونو د منسوبینو د ۷ ګډو چاڼیزو عملیات په لړ کې چې د کنړ، لغمان، کاپیسا، فاریاب، پکتیا او هرات ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره شول، ۸ تنه د دولت وسلوال مخالفین وژل شوي او یو تن یی د ملی پولیسو له لوري ژوندې نیول شوې دي.

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه سپک اودرانه جنګې مهمات چې ۷ میله کلاشینکوفونه، څلور راکت اچوونکې، دو میله تفنګچې، ۱۲ ډزه درنې مرمې، ۱۰ کړی ماینونه، ۹ لاسې بمونه، ۳۵ کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې، ۳۸ کیلو ګرامه مخدره توکې او دوه عرادې موټرسایکلونه شامل دي دهیواد ملي پولیسو لاسته لویدلي دي.

همدا رازد هیواد ملي پولیسو په تیرو ۲۴ ساعتونو کي ۱۰ کړې د وسایطو ضد ماینونه، دوه بوشکې ۱۵ کیلویی چاودیدونکې توکې، ۲۳ کیلو ګرامه مخدره توکې، دو ډزه د هاوان ماینونه، ۹ عدده د هاوان سرګلولې او یو لاسې بمب چې د افغانستان د دښمنانو لخوا د ورانکارو کړنو د ترسره کولو په موخه د بلخ، کندهار، هلمند، نیمروز، غزنی، خوست او هرات ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاې پر ځاې شوي وو کشف اوهغه توکې یی چې د شنډولو وړ وه شنډکړل.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjmiet.uqeitz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته