تاند - د عربي رسنیو د راپور له مخې په پاکستان کې د طالبانو د پرزول شوي رژیم د دفاع وزیر ملا عبیدالله په پاکستان کې مړ شوی دی.
راپورونه وايي چې د ملا عبیدالله د مړینې خبر لومړی پلا د پاکستان د استخباراتو رييس شجاع پاشا تېره اوونۍ د قطر د سفر په ترڅ کې له طالبانو سره په کتنه کې اعلان کړ.
د سیاسي چارو افغان کارپوه وحید مژده، چې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې یې د بهرنیو چارو په وزارت کې کار کاوه، او د طالبانو په اړه زیات مالومات لري، وايي داسي ډېرې نښې شته چې د ملا عبیدالله مړینه یا احتمالاً وژل کېدا تاییدوي.
مژده وویل، یو کال پخوا د عبیدالله خپلوان په کراچۍ کې هغه محبس ته ورغلل چې عبیدالله پکې بندي و خو هلته ورته وویل شول چې نور په عبیدالله پسي ورنه شي ځکه چې نوموړی مړ شوی دی.
وحید مژده هم تایید کړه چې د پاکستان د استخباراتو رييس شجاع پاشا په قطر کې د طالبانو له استازو سره په کتنه کې د مولوی عبیدالله د مړینې په باب خبرې کړې وې.
ده دا هم وویل چې د طالبانو استازو د پاکستان د استخباراتو له رييس سره په خبرو کې په دې انتقاد کړی و چې پاکستانیان د طالبانو له بندیانو سره ښه چلند نه کوي.
د مژده په وینا ملا عبیدالله د دفاع وزارت په موده کې د پاکستان پر ځینو کړنو او مداخلو اعتراض کاوه.
د ده په وینا عبیدالله ډېر وخت په افغانستان کې تېراوه خو په داسي حال کې نیول شوی و چې د پاکستان له اجازې پرته یې په دغه هیواد کې وسله رانیوله.
د طالبانو د مشر مرستیال ملا برادر هم پاکستان وروسته له دې ونیوه چې غوښتل یې د افغانستان له حکومت سره په خپل سر ارتباط ونیسي.نوموړی لا هم په پاکستان کې بندي دی.
طالبانو تراوسه پوري رسماً د ملا عبیدالله د مړینې په اړه څه نه دي ویلي
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)